معتوب
ليک:ګوهررحمان نويد
د ماشوموالي باره کښې خو ئې څۀ اطلاعات نشته البته په هلکوانۍ کښې ئې د مردان په جوانانان رعنا کښې شمېر کېدلو تر دې چې په قول د مشتاق مجروح چې بازار کښې به درسره روان وۀ نو خلقو په هغۀ ته د مينې او تاته د شک په نظر کتل،خو زۀ په يقين سره دا وېمه چې د بعضې شک او يقين تر مينځه معمولي فاصله هم نه وي
چې لږ رالوې شو نو د پښتنو د معاشرې د بد نامۍ پيټے په سر د پښتو د مشاعرو او ادبي تاو پيتاو درون بار ئې په اوږه کړو او تر ننه ئې په سر اخستے د رقيبانو يارانو دوستانو او خپلو خپلوانو د تورونو او الزامونو نه بې نيازه روان دے لکه څنګه چې فېض احمد فېض وائي
اس راہ میں جوسب پہ گزرتی ہے وہ گزری
تنہا پس زنداں ، کبھی رسوا سر بازار
چھوڑا نہیں غیروں نے کوءی ناوک دشنام
چھوٹی نہیں اپنوں سے کوءی طرز ملامت
اوس خو د سوشل ميډيا وخت دے او دسترګو په رپ کښې د ليکوال نېک نامي او بدنامي کېږي خو ولې شاته ورځو کښې به پۀ شاعر اديب پسې ليکل کېدل او د طعن وتشنيع په غشو به ويشتلے کيدو،معتوب هم د يوې زمانې نه د دغه قسمه صورتحال سره مخ دے۔ څۀ د هغۀ ليکونه د زمانې د مزاج نه په ترس وو او څۀ ورسره بعضو نيک بختانو هسې هېڅ بې هېڅه تربګني راخستې وه بس بيا خو راشه که تودېږې چا ترېنه شيرين کوټوال جوړ کړو چا د قلندر د صحبت په وجه د اسلام د دائري نه بهر کړو او چا پرې د غلا تورونه پورې کړل، خو ولې هغه د لوړې حوصلې سختن دے او په دومره نفرتونو کښې هم د ادب کار او طريقه کار نه لاس په سر نه شو
د پټې او څرګنډې خزانې په بحث کښې د حصې اخستلو په ځاے د قدرت د کارخانو او عجائباتو په لټون کښې چې معتوب چرته هم حسن ليدلے دے نو سخي کټي او تولا ئي بړستن هر څۀ ئې پرې بائېللي دي د عربي او عجمي ذوق د فرق په ځاے ئې د خپل شوق خيال ساتلے دے،مالټې خربوزې او ناشپاتئ خو ئې ډېرې خوښې دي او امرود پرست هم دے البته د هاضمې د خرابۍ له ويرې مولو ګاځرو او بادرنګو له لاس نه وروړي
په 2000 کښي د معتوب سره زما پۀ وړمبي ځل ليدۀکاتۀ هغه وخت شوي وو کله چې پۀ تخت بهائي کښې د بي اے په امتحان کښې ډيوټي وه او د هغه اسکول په دوېم هال کښې زما د کلاس فېلو سعيدالرحمان ډيوټي وه يوه ورځ زۀ د هغۀ سره ناست وم چې د يو کمزوري بدن سور سپين بنيادم راغلو ”وئيل ئې زۀ د تخت بهائي په کالج کښې بابو يمه د ادب سره مې شوق دے او شاعران اديبان مې ډېر خوښ وي د دغه بل هال سپرنټنډنټ زبېر حسرت صېب مې ملګرے دے هغۀ له مې په کهنډراتوکښې ډوډۍ کړې ده تاسو راسره هم لاړ شۍ ډېره مزه به وکړي“ ما غوښتل چې د پاتې کېدو څۀ بهانه جوړه کړم خو ملګرے سعيد زر راضې شۀ نو زۀ ورسره هم ځکه روان شوم چې چرته د سعيد په زړۀ کښې دا رانۀ شي چې هغه د چکدرې نه راغلے دے او اوس ترې نه زۀ پښې اوباسم، د روانېدو نه وړاندې مو د محمد زبېرحسرت صېب سره ملاقات او پېژندګلو وشوه، مندرے شان د درميانه عمر ځوان وۀ چشمې ئې په سترګو وې په شونډو ئې مسکا خوره وه او لکه د بطې ئې په مزه مزه قدمونه اخستل چې زمونږ خواله راغلو نه مصافحې نه پس ئې راته ووئېل ” جي زۀ دمردان يمه او د وړوکي لاهور پۀ سرکاري کالج کښې وړو ته پښتو ښايمه“ د غرۀ بازار سېل، روټۍ او شاعرۍ ډېرخوند وکړو دولت خان بابو هم د خپل خلوص او مينې پوره څرګندونه وکړه او زمونږ د ټولو ئې ښه زبردسته مېلمستيا وکړه۔ ما هغه وخت کښې د پښتو ډېر اديبان شاعران نه پېژندل خو په ورځپاڼه مشرق کښې به مې کالمونه ليکل او د پيام مشرق په عنوان به چاپ کېدل او سعيد به په اردو کښې مصرع نيمه موزون کوله حسرت ته چې پته ولګيده چې مونږ دواړه په لټرېچر پوهېږو نو زرئې د بېګ نه خپل کتابونه راويستل او مونږ له ئې راکړل د هغۀ د لاس د هغه وخت نقشونه، دخوشحال تاريخ ګوئي او قلب السير کتابونه اوس هم ماسره پراته دي
معتوب د ډېرو خلقو سترګې ليدلې دي او ډيرو خلقو ته ئې سترګې ورښودلې دي او د نظر د کمزورۍ باوجود ئې دټولو ښکليو ښې ايکسريز اوباسي او چې بيا هم د هغوي بيماري معلومه نه شي نو الټراساونډ ته ئي څملوي او چې رنځ پکښې معلوم کړي نو بيا ورله ښۀ مکمل علاج هم کوي، په ليک کښې ئې د هرچا ښۀ خبر اخستے دے اګرچې د هغۀ د سترګو رنګ خړ دے خو ولې وخت او خپلو همجنسو ته خړ سترګے نۀ دے البته پۀ ګپ شپ کښې يارانو دوستانو ته سترګې وهي او چي کله د ښکلو محفل وي نو بيا خو بېخي په ځان نه پوهېږي
د کالج د نوکرۍ نه وړاندې هغه په اسکول کښې ډرائنګ ماسټر وۀ او په کوم وخت کښې چې به پۀ باقاعده توګه د مردان نه تر پېښوره د ساهو ليکونکيو مرکي غونډو له تلو راتلو نو نۀ فلائنګ کوچ وۀ او نه نورې سفري اسانتياګانې، نۀ موټر وے او نه جي ټي روډ داسې فراخه او کولاو سينه لرله ۔ پۀ لارئ يا جي ټي ايس کښې کښې ناست سړے به په درې څلور ګهنټو کښې پېښور ته رسېدو خو د دغه سفري ستونزو او کړمو باوجود د يو ځلمي لس دولس کاله پېښور ته مسلسل تګ راتګ ډېره د حېرانتيا خبره او ادب سره د بې کچه مېنې ښکاره ثبوت دے ۔ خوش قسمته خو دومره وۀ چې هلته ئې د قلندرمومند په شان استاذکامل بياموندو چا چې پۀ تراشلو راتراشلود دغه باهمته ځوان نه غمې جوړ کړۀ او په ټوله ادبي نړۍ کښې ئې وځلوۀ
او بيا د دغه ساهو مرکې په تتبع کښې ئې د مردان په ادبي فضا کښې هغه وخت يوه خوشګواره تبديلي راوسته کله چې ئې د ملګرو فېض الوهاب فېض او عبدالروف عارف په مرسته په کال 1989 کښې د ادبي دوستانو مرکه مردان په نوم د يو داسې تنظيم تيږه کېښوده چي تر ننه پکښې د سوونو زرګونو شاعرانو اديبانو روزنه پالنه شوې ده او دغه لړئ بغېر د څۀ ځنډ نه اوس هم دوام لري د دغه مذکوره ټولنې ادبي خدمات هر چا منلي او ستائېلي دي
ما چې د سرقواوترجموکتاب کښې کوم څلور پينځۀ شاعران د ټولو نه زيات تخته مشق کړي وو او د سرقه دوزئ ټاپې مې پرې لګولې وې په هغو کښې د موصوف اسم شريف او د هغۀ د استاذ اسم اعظم هم موجود وو پۀ دغه سبب د قلندر مومند صېب بعضو مريدانو زما ښه کردار کشي وکړه او چې څۀ په خلۀ ورتلل هغه ئې راته ووئيل ۔ ما د زبېر حسرت د طر
No comments:
Post a Comment