pashto poetry,pashto articles, urdu poetry, english poetry, english articles ,and many more realted to literature.
Tuesday, March 26, 2019
ژؤند لکه دلبر دا ګؤتو ووتو۔۔۔غزل دا فضل سبحان عابد۔۔
ژؤند لکه دلبــــــــــــــــر د ګؤتو ووتو
لاړو مازيګـــــــــــــــــر د ګؤتو ووتو
خوږ شو د جانان په شان سندره شو
درد چې له پرهـــــــــــر د ګؤتو وؤتو
امـــــن د لاهــــــور بس ته ور ؤختو
لاړ د پېښــــــــــــؤر د ګؤتو وؤتو
ستا د ياد ســـــره يې ګزران نه کېدۀ
خــــــوب شو مـــــــرؤر د ګؤتو وؤتو
خپل ځيګــــــر يې ؤنيؤ راته لپه کې
مانه چې ځيګـــــــــــر د ګؤتو وؤتو
رانغے جــــانان لارې ته ګـــــورمه
لاړلــــــو اختـــــــــر د ګؤتو وؤتو
وې خندل عـــــــــابده مړ يې نه کړمه
اوس ترې جــــوړ اثـــــر د ګؤتو وؤتو
Subscribe to:
Post Comments (Atom)
No comments:
Post a Comment