pashto poetry,pashto articles, urdu poetry, english poetry, english articles ,and many more realted to literature.
Friday, March 29, 2019
نوی یارانه کوم توکل په خداے..
نـــــــوي يارانه کوم توکل په خداے
بـــيا يوه لانجه کوم توکل په خداے
بيـــا ځان پړ کوم په ځان تاوان منم
ځان سره جرګه کوم توکل په خداے
څوک چې سبا هر څه وايي وايي دي
نـــــن غرقه نشه کوم توکل په خداے
ته کــــــوڼ يې قسم دے زه خبر يمه
بـــس تا ته قصه کوم توکل په خداے
نــــــــه پوره کـــــومه خو يې نه کنه
هـسې بس وعده کوم توکل په خداے
بيـــــا يې ماتوم خو د ستا زړه ساتم
واخلـــه زه توبه کوم توکل په خداے
نن مــــــــمتازه ډار غورځوم سم شا ته
خداے پاک ته سجده کوم توکل په خداے
ممتاز اورکزئی
Subscribe to:
Post Comments (Atom)
No comments:
Post a Comment