pashto poetry,pashto articles, urdu poetry, english poetry, english articles ,and many more realted to literature.
Tuesday, March 26, 2019
دا مینې دومره حق لرمه که نه۔۔غزل دی دا عابد
د مينې دومــــــــــــره حق لرمه کۀ نۀ
ګل به جانانـــه درکــــــــــــؤومه کۀ نۀ
ســـــزا د ګېډې دوزخ ډېره راکـــــــــــړه
اوس بــــــــــه ملا جنت ته ځمــه کۀ نۀ
مـا يې لـــــــه غمـــــــــــه شؤګيرې کؤلې
يــار وې په خوب کښې دې ليدمه کۀ نۀ
زۀ دې په زړۀ کښې ګــــــــرځؤومه اشنا
چې ستا په خيال کښې به راځمه کۀ نۀ
زمــــــــا په زړۀ خـــــــــو لګــوي چکونه
زۀ به دې سترګې ښکلـــــؤومـــــه کۀ نۀ
آخـــــــر عـــــــــابد دې يم مئين دې يمه
په تا به نوم د جــــــانان ږدمـــــه کۀ نۀ
عابدجان
Subscribe to:
Post Comments (Atom)
No comments:
Post a Comment