د زبېر حسرت د طرف نه د سخت ردعمل توقعو لرله ځکه چې د مريدانو دا حال وو نو پته نشته چې هغه به لا پخپله څۀ وائي۔ د عبدالواحد قلندرصېب پۀ جنازه کښې راسره هغه ملاو شۀ سمدستي راترغاړه وتۀ غلي شان ئې ووئيل ”مړه مونږ سره خو لږه ګوزاره کوه کنه ظالمه“ ما ورته ووئيل ”ډاکټر صېب ستاسو هر حکم په سر سترګو“
د جنازې نه پس سيدها رېډيوپښتونخوا مردان ته لاړو او د فېض او مهر انديش سره مو دے هم ځان سره بوتلو او د ارواښاد قلندرصېب په ژوند او فن مو ترېنه ګټه ور معلومات خپلو مينه والو د پاره واخستل، خو مجال شته چې دغه سړي زما دکتاب حقله خبره قدرې هم کړې وي نۀ ګيله مانه،نۀ څۀ د خفګان اظهار او نۀ څۀ ترخه تېرانه ، د چائېو څښلو نه پس چي رخصت شو نو ما د دغه سړي د ظرف په اړه تر ډېر وخته سوچ وکړو او په اخر کښې پۀ دې نتيجه ورسېدم چې دا نيک بخت خو هسې بعضې خلقو مردود کړے دے ګني نو د دومره نفرت لائق خو نۀ دے
زۀ چې کله هم هغۀ سره ملاو شوے يم نو ما د هغۀ دننه يو داسي ماشوم هم ليدلے دے چې په وړه خبره خوشحالېږې او پۀ وړه خبره مرورېږي خو چې لږه پۀ سمه خلۀ ورته ګويانه شې نو زر به درته وخاندي او څۀ لطيفه يا ادبي واقعه به درته بيانول شوروکړي
په ظاهره خو ورته هره اېشو بالکل ټشو ښکاري او څۀ ډېره پرواه ئې نه ساتي خو کېدے شي چې په باطن کښې ئې طوفان جوړ وي او هغۀ ئې نۀ څرګندوي
د ادبي تعلق پۀ ځاے ورته سياسي تعلق ډېره مالي او جاني فائده رسولې ده، د کالج نه تر ټېکسټ بک بورډه او د هغه ځاے نه تر باچا خان پوهنتونه په يوې ذمه وارې کرسۍ کېناستل يا مېرل د يو ګوند سره د تړون واضحه ثبوت دے، په داسې څوکو کېناستل د بخت سره سره د تخت طواف او مضبوط سياسي رسائي هم غواړي او حسرت په دغه سوچ او اپروچ دواړو کښې کامياب شوے دے
د معتوب کار او زيار ته هر سنجيده ليکوال حېرانېږي او غېرسنجيده ورته رنجيده کېږي دومره شاعري،دومره افساني،دومره مضامين ،دومره تبصرې، دومره منظومې اولسي قيصې،دومره کتابونه مرتب کول، دومره تحقيقي او څېړنيز کار کول عن تر دې چې رپورتاژ او ناول ليکل د يو څۀ چي د ډېرو خلقو د وس کار نه دے خو هغۀ دا ټول هرڅۀ پۀ يو سر کړې دي ظاهره ده چي پۀ دې دومره مقدار کښي مواد چاپ کولو کښي به د معيار خيال تر کومه حده ساتلې شوې وي خو ولې بيا هم کوم زيار چې ايکېډمۍ او ادارې په کلونو کښې کوي هغۀ ځان له پۀ ځان له کړے دے او لا اوس هم په قلاره نۀ دے ناست،د وخت تېرېدلو سره ئې ادبې لوږه تنده نوره هم سېوا کېږي او کۀ ژوند ورسره لږه هم وفا وکړه نو د کتابونو يو لوي ډېرے به ولګوي
يوه ورځ مې د خپل استاذ ډاکټر صابر کلوروي )الله دې ورله ووۀ واړه جنتونه ورکړي( نه تپوس وکړو ”سر! پي ايچ ډي نے آپ کو کيا ديا؟ “ چشمې ئي کوزې کړې او پۀ مسکو شونډو ئي جواب راکړو ” ډګري اور چشمه“ خو د محمد زبېر د ډګرۍ د حسرت پوره کېدلو نه ډېر وړاندې د چشمو محتاج شوے وۀ خو د دغه دواړو ډاکټرانو تر مينځه صرف دومره فرق دے چې د اولذکر نزدې نظر خراب وۀ او د موخرالذکر د لرې نظر سر خوړلے دے
د ډېرې تنخوا اخستلو باجود د هغۀ باره کښې ټول ياران دوستان دا ښۀ په جار وائي چي کنجوس اعظم دے او د پېسي سر نه خوږوي ټول عمر ئې د بل خوړلې او خپله سمبال کړې ده خو ولې اوس اوس چي پيرئ ته نزدې شوے دے نو څۀ لږ ډېر احساس ورته شوے دے چې ښکلي،ځواني،پېسي او وخت چا سره هم وفا نه کوي هم دغه وجه ده چې لاس ئې کولاو کړے دے او د دلبرو صدقې لره دنياپسې ګرځي
No comments:
Post a Comment