که هر څو د غلامانو غلامان یو
خو غاوره یو چې ستوري د اسمان یو
عالمونه د عروج په بام ولاړ دی
مونږ د حسد بغض کرکې مریضان یو
نه قانون شته نه نظام نه انتظام شته
په یو داسې چاپېر چل کښې اوېزان یو
نور څه نه دي د عمل ردِ عمل دی
مونږ د خپلو عملونو مجرمان یو
ټول به دغسې دځان په ویر اخته یو
چې د بل په غم غمجن نه یو د ځان یو
چې کوم چاته د منزل څه پته نشته
پټې سترګې په هغوې پسې روان یو
نوﺉ کول به مو معاف نه کړي سراجه
د هغوې د ارمانونو قاتلان یو
سراج الدین سراج
No comments:
Post a Comment